د حرامزاده پیدایښت
ولی منگل ولی منگل

د حرام زاده د پیدایښت د کلیزې په مناسبت ټولو افغانانو ته تسلیت وایم!

 په دغو ورځو کې  په کال۱۹۴۷  کې زموږ په سیمه کې یو حرامزاده وزږید چې نوم ورباندې پاکستان کیښودل شو. ددغه حرامزاده   مور ځیني وایي پنجابۍ  وه خو پلرونه یې ډېر دي خو برعکس ځینې وایي چې انګریز دی او لا تر ننه د هغه په ځانګو کې ټالونه وهي.

 ددغه حرامزاده پیدایښت ډېر پیچلی او ستونزمن و، د ځان سره یې سیمې په تیره بیا موږ افغاناتو ته داسې غمیزه راوړه، چې دغه دی حرامزاده اوس سپینږیری شوی دی،خو غمیزه لا دوام لري. ددغه حرامزاده بچی له لاسه نه یوازې دا چې زموږ د پلار او نیکه میراث لوټ شو او دوه افغان وروڼه سره بېل شول، بلکه تر ننه ددغو وروڼو وینې زبیښي.

 دغه حرامزاده پخپله مراداره ځانګو کې داسې نور حرام زاده ګان وزېږول، چې ځانونه پښتانه هم بولي او په پښتو  ژبه خبرې هم کوي چې یو د هغوی نه جنرال حمید ګل دی، هغه طالبانو ته وایي:  "د کابل واوره ویلې او اوبه کړئ او پکې لمبې بلې وساتئ"

 

حرام زاده ضیاالحق به ویل:"په کابل کې یا باید زموږ لاسپوڅی حکومت وي او یا باید ایرې او په لمبو کې لولپه شي."

 د ضیا دغه آرمان حرامزاده نوازکسیف او رنډۍ بوټو پوره کړ. هم کابل لولپه شو او هم یې په کابل کې خپل لاسپوڅي طالبان واک ته ورسول.

یوه ورځ زما خدای بخښلې مور له ما پوښتنه وکړه:" زویه، دا پاکستان کله پیدا شوی دی؟ ما یې په ځواب کې وویل:"هغه وخت چې ته پیدا کیدلې پاکستان لا نه و. مور مې د اسویلو سره  وویل:له خدایه غواړم چې کله زه مرم پاکستان هم نه وي."

 

افسوس او ډېر افسوس چې زما د مور ارمان پوره نه شو،خو الله پاک ته یو وار بیا دا لاس نیسم او د ټولو افغانانو نه دا غوښتنه کوم:"چې د افغاني میرمنو، خویندو میندو،کونډو او یتیمانوښېرې په پاکستان ولګوې او عمر ددغه حرامزاده لنډ کړې.امین"


August 22nd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی